
Hadith #1001
Pashto (پښتو)د دواړو جهانونو سردار حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم پاکيزه نسب لړۍ حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د عبد الله ځوې هغه د عبد المطلب ځوې هغه د هاشم او هغه د عبد مناف ځوې، هغه د قصۍ او هغه دکلاب ځوې، هغه د مره او هغه د کعب ځوې، او هغه د لؤی او هغه د غالب او هغه د فهر او هغه د مالک او هغه د نضر او هغه د کنانه او هغه د خزيمه او هغه د مدرکه او هغه د الیاس او هغه د مضر او هغه د نزار او هغه دمعد او هغه د عدنان ځوې وو. (د امام بخاري صحيح کتاب دانصارو د لاسته راوړنو بيان،د رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله لخـوا د استازيتوب برخه). يادونه: تر عدنان پورې درسول الله صلی الله عليه وسلم د نسب په هکله اسلامي پوهان يوه خـوله دي، خو له هغه پورته پکې اختلاف شته.
Reference: (صحيح البخاري، كتاب مناقب الأنصار، باب مبعث النبي صلى الله عليه وسلم)